IQNA

د پاکستان خونړئ جمعه  اوله ترهه ګرۍ سره د سیمه ایزې مقابلې ضرورت(مقاله)

15:44 - September 30, 2023
د خبر لمبر: 3488031
ایکنا-(تهران) د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د میلادمصطفی(ص) دولولناک لاریون  په پیلیدا پسې لږ وخت وروسته  له خونړئ پیښې وروسته ددغه هیواد په خیبر پختونخواه صوبې  کې په دوآبې سیمې کې هم دوو نورو ځان مرګو د خداي په کور یرغل وکړ، چې  په ټول کې دمیلاد مصطفی په ورځې د رسول ا... بزرګوار د مینه و الو او لمونځ ګوزارو قربانیانو شمیر څه دپاسه شپیتو کسانو ته ورسید.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په هنګو ضعلې کې په دوابې ښار کې  د پولیسو د یوې تاڼې په جومات باندې هم دوو ځان مرګو حمله وکړه .دا ښئ چې  ددغو جنایتونو د ترسره کیدا لپاره  دترهه ګرو له خوا  یو دقیق او حساب شوی پلان برابر شوی ؤ.ځکه  په بلوچستان  او خیبر پختونخواه صوبو کې  د هردواړو ځان مرګو حملو  موخې د خداي په کور کې  د دستورو په نښه کول  وو، چې په پاکستان کې د مذهبی تفرقې د رامینځةکولو لپاره دیوه حساب شوي حرکت  ښودنه هم  کوي.

 ددغې غمیزې  انساني اړخونه تر دې حده دي چې  له نړیوالو محکومیّتونو سره  مخ شوي دي . د سیاسی چارو یو کارپوه عباس خټک په دې باب وائي؛دخدای په کور جومات کې  پر مسلمانانو حمله   او د اسلام دګران پیغمبر د میلاد د جشن ټارګټ کول  د مذهبی نښتو اوتفرقې د رامینځةکولو او د  پاکستان  امنیت  ته د ګوزار د ورکولو لپاره د وحشي ترهه ګرو  او د هغوی د سهولت کارو د هڅې د اوج ښودنه کوي. داپه داسې حال کې دي چې  ترهه ګر وحشیان د میرمنو او ماشومانو پشمول دعامو خلکو په وژلو سره  ښئ  چې څومره بزدل او کمزوری دی چې دغه شان غیر انساني او وحشي  اقدامات کوي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ ښار  د چاودنې د قربانیانو شمیر  د چاودیدونکو له  دومره ډيرې  زیاتې اندازې څخه د  استفادې ښودنه کوي چې  په زیات احتمال ئې  د چاودنې ځاي ته  د منتقلولو کار دومره هم آسان  نه ښکاري . په  عین حال کې  دغه شان حملې او جنایتونه ډيرې پيچلتیاوې لري چې د یوې  معمولي  ډلې ټپلې کار نشی  کیدلی.پر دې اساس د پاکستان د جمعې ورځې په ترهه ګرو حملو کې  او هغه هم د د اسلام د  ګران پیغمبر(ص)د نیکمرغه میلاد په ورځ  په تیره بیا په  بلوچستان او خیبر پختونخوا صوبو کې  مختلف بهیرونه  لاس  درلودلی شي چې داسې ښکاري تر دې دم ه   د پاکستان دپوځ او حکومت د تور ګوته  دیوې خاص ډلې په لور  اوږده شوې ده. خو  ددغه شان عملیاتو اجراد عامو خلکو د امنیت د تامینولو لپاره  دپاکتسان د پوځ او امنیتي ځواک  توان په جدي توګه تر پوښتنې لاندې راولي . یو داسې پوځ چې  کابو اته لسیزې کیږي ،ځان  ئې د پاکستان  له دودیز او ایټمی سیال یعني هندوستان سره  د احتمالي مقابلې لپاره  تیار کړی دی.

 د سیاسی او امنیتی چارو یو کارپوه علی خزائي  هم په دې باب وائي؛ دپاکستان پوځ یو مهم سیمه ایز قدرت دی ،البته دا چې څرنګه د خبل ولس امنیت نشي تامینولی ، یوه مهمه  موضوع او د  پاکستان د ولس یوه اساسی پوښتنه هم ده . ددغې پوښتنې ځواب ممکنه ده ، پيچلي  او   تر پرَدې شا عوامل  ولرل شي ،خو هغه څه چې د پاکستان د  خلکو لپاره  مهم دي دادي چې پوځ  او امنیتی ادارې  ئې  د مذهبی ځایونو او د مذهبی دستورو امنیت تامینولی شي ، ځکه  مشخصه ده چې د ترهه ګرو په شیشت کې یو ځ اي جوماتونه او  امامباړې او مذهبی دستورې دي.

په هر حال ، په پاکستان کې د  جمعې ورځې بوږنونکي  او ترهه ګر یرغلونه په  داسې حال کې ترسره شوي چې  د اسلام دګران پیغمبر  په میلیونو عاشاقنو  د دولسم ربیع الاول د میلاد او دوحدت د اونۍ په مناسبت  ددغو شپو ورځو په  جشنونو او دستورو کې  شتون درلودلی  او  په پراخ ډول  په مختلفو ښارونو او ښارګوټو کې  په ولسی  دستورو کې پراخ ګډون کوي. له دې امله  ترهه ګر هڅه کوي ،په ویرې او وحشت رامینځةکولوسره،په دغه شان غونډو او دستورو کې  د خلکو د  ګډون  دمخه ونیسي. ځکه د پاکستان  مختلفو ښارونه د خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد  دشپو ورځو  په  په مناسبت  ولولناکې او پرتمینې دستورې ترسره کوي.

د جمعې ورځې د   ترهه ګرو حملو  مذهبی او همداراز غیر انساني اړخونو ته په پام سره ، د خبر ترمخابیره کیدا پورې  هیڅ یوې ډلې ټپلې  ددغې غمیزې مسئولیّت په غاړه نه دی اخستی، په عین حال کې  ددغه شان ترهه ګرو  او بوږنونکو  حملو دتکراریدا دمخنیوي لپاره  دپاکستان له پوځ او حکومت سره  سیمه ایزې ملګرتیاوې یو نه انکاریدونکی ضرورت ښکاري ،ځکه ترهه ګري  چې د سیمې د  ولس ددښمنانو له خوا ئې ملاتړ کیږي، په هیچا رحم نه کوي  او که  په ضد ئې سیمه ایز اتحاد رامینځة نشي ، نو ددرستې سیمې امنیت به له جدي خطرو سره مخامخ کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139270

captcha